د کندهار له زندانه د دغه ولایت د معتادینو د درملنې مرکز ته پرنشه یي توکو د روږدو کسانو لېږد، رسماً پیل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۱۴:۵۶
کندهار

تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د کندهار ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د یاد ولایت د مرکزِي زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"، د عامې روغتیا ریاست مرستیال محترم ډاکتر سید احمد "شاداب"، او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، کندهار کې د معتادینو د درملنې مرکز ته له نوموړي زندانه پرنشه يي توکو د روږدو کسانو د لېږد بهیر په رسمي توګه پیل شو. د کندهار ولایت د مقام د دفتر رئیس په دغو مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل، د ا.ا.ا د عالیقدر مشرتابه د ځانګړې مهربانۍ او لارښوونې پربنسټ پرنشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د کندهار ولایت په تخته پُل ولسوالۍ کې نوی لوی روغتیايي مرکز، چې په دې وروستیو کې پرانیستل شو په کې پرنشه يي توکو روږدو ناروغانو ته د خوراک، څښاک، ورزش کولو، روغتیا پالنې او درملنې لپاره ښه زمینه او امکانات برابر شوِي دي. دا راز، د کندهار د مرکزي زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" هم د یادو مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، دا مهال د کندهار په مرکزي زندان کې په نشه يي توکو شاوخوا(۱۲) سوه راوړل شوي کسان شتون لري، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې به نوموړي مرکز ته د درملنې لپاره ولېږدول شي. هغه زیاته کړه، چې یادو روږدو کسانو ته لازمو خدمتونو وړاندې کولو او درملنې لپاره د کندهار ولایت د مرکزي زندان ترڅنګ، د کاراو ټولنیزو چارو، عامې روغتیا، ارشاد، حج او اوقافو، ټرانسپورټ، اطلاعاتو او کلتور، پوهنې او سره میاشت ریاستونو اړوندو برخو ته هم مسوولیتونه سپارل شوې دي. همداشان، د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال وویل، چي د نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې لپاره یې یاد نوي مرکز ته روغتیايي ټیمونه استولي او په کار یې پیل کړی. نوموړي زیاته کړه، چې دوی په دې وروستیو کې د کندهار ولایت په ۹مه ناحیه کې هم د معتادینو د درملني لپاره یو(۱۰۰) بستریز روغتون فعال کړی، چې په ۲۴ساعته توګه به دلته د معتادینو درملنه کېږي. د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاډ ورکړ، چي د دې مرکز د پراخېدو په برخه کې يې په کابل کې د عامې روغتیا له وزارت سره خبرې کړې دي. ربېع الثاني- ۲۰/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ادارې  اړتیا وړ د تېلو څرنګوالي او لا ښه شفافیت په موخه ارزونه وکړله

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"، د عفوې او تخفیف فرامینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه  

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له کرنیزو ځمکو څخه د کدوګک شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټول شول

یادې ادارې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، کسب زده کړې او ورزش ترڅنګ، د کرکېلې د ښې زمینې برابرولو او پرې د هغوی د بوختولو له امله (۲) میاشتې وړاندې د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ. . .

BACK TO NEWS