د کندهار ولایت د زندان لپاره نوی امنیتي مرستیال وټاکل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۵:۷
قندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې محترم مولوي حیات الله "احمدي" د یاد زندان د  امنیتي مرستیال په توګه د زندان پرسونل او مسوولینو ته معرفي کړ.
محترم مولانا په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په اداره کې ادلون او بدلون د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی او زیاته کړه«زه هیله مند یم چې محترم "احمدي" به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند ترڅنګ د زندانیانو د امنیت په خوندي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.» 
همداراز، ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د کندهار ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله خبرې اترې وکړې.
محترم مولانا د دغه زندان اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونه، د سکن ماشینونو د زندانیانو لپاره د خوړ(اعاشې) اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي، روغتیايي چارو د لیدلو ترڅنګ د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښونې وکړې.
د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه. 
صفر المظفر۲۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS