د کندهار ولایت د زندان څخه (۵۷۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۲:۴
ولایتی

اد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام تائیدۍ  پر بنسټ د کندهار ولايت زندان څخه (۱۹۲) تنه ازاد او (۳۸۴) تنه نورو ته د بند په موده کې کموالی راغی.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د ا.ا.ا. د عاليقدر مشرتابه د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه به په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلې کړي.

پکتیا:

د پکتیا ولایت د زندان زندانیانو لپاره د برېښنايي وسایلو د ترمیم شپږ میاشتنی شاپ پرانېستل شو

دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د دې و لایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لورې جوړ شوی، نوموړو زندانیانو ته به د تجربه لرونکو استادانو له لورې د برېښنايي وسایلو ترمیمولو زده کړه ورکړل شي.

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د نوموړي ریاست څخه په مننې، د حرفوي زده کړو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د روزنيزو برنامو پلي کېدل یې د زندانیانو په روزنه کې خورا اړین او ګټور وګڼل او د یاد ریاست  څخه د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو ژمنه وکړله، چې په راتلونکې کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ننګرهار:

ورته مهال، د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو له لورې په شرقي زون کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي «یوناما» په همغږۍ، د عامه پوهاوي یو ورځنی سمینار جوړ شو.

د سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د زندانونو د چارو له اصولو، نافذه قوانینو او مسلکي مسوولیتونو سره د کارکوونکو بلدتیا، د چارو په ښه تنظیم او د اصلاحي بهیر په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي د یوناما له مسوولینو څخه د بشري مرستو په برخه کې د دوامدارې همکارۍ له امله مننه وکړله او د ورته علمي او معلوماتي پروګرامونو ترسره کېدل یې د کارکوونکو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره ګټور وبلل.

وروسته په شرقي زون کې د یوناما رئیسې آغلې کرن د یوناما د فعالیتونو او موخو لنډه پېژندنه وړاندې کړه.

د سمینار په بله برخه کې د یوناما د بشري حقونو څانګې استازي عبدالولي د بندیانو سره د چلند په برخه کې د ملګرو ملتونو د معیارونو او مقرراتو په اړه وینا وکړه او په تړاو یې ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړل.

هرات:

بل لور بیا، د هرات ولایت په زندان کې (۴۰)  تنه نظامي پرسونل ته د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د کاري ظرفیت د پیاوړتیا په موخه یو میاشتنی روزنیز کورس پیل شو

د یاد کورس د پرانیستې په مراسمو کې، د نوموړي زندان مسوولینو د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دې ډول روزنیزو کورسونو له لارې به د پرسونل مسلکي پوهه، اداري وړتیاوې او دندیز مهارتونه لا پیاوړي شي.

مسوولین زیاتوي، په دې کورس کې به ګډونوالو ته د امنیتي اصولو، مسلکي چلند، اداري چارو، د محبوسینو او توقیفیانو د حقونو رعایت، او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې لازمې زده کړې ورکړل شي.

داراز،  ګډونوالو هم د دغه روزنیز کورس له جوړېدو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړله، چې ترلاسه شوې زده کړې به د خپلو دندو د لا ښه ترسره کولو په موخه وکاروي.

میدان وردګ:

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګو ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو نوي شاپونه پرانېستل شول

د میدان وردګ ولایت په زندان کې د زندانیانو د اصلاح، ځان بسیاینې او ټولنې ته د بېرته اغېزمن ادغام په موخه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ، د برېښنايي وسایلو او موټر سایکل جوړونې حرفوي شاپونه پرانېستل شول.

یاد شاپونه، د زندانیانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د کار زمینه برابرولو او د هغوی د راتلونکي ژوند د ښه والي لپاره رامنځته شوي دي.

 د میدان ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په وینا، یاد زندانیان به په عملي او نظري ډول حرفوي زده کړې ترلاسه کړي، څو د بند مودې له پای ته رسېدو وروسته وکولای شي د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره ګټور مهارتونه ولري.

 

ربیع الاول۱۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS