د یونیسف موسسې له لورې د میدان وردګ ولایت له ښځینه زندان سره د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه
د میدان وردګ ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو، او د یادې موسسې له لوري د دغه ولایت له ښځنیه زندان سره د ۱۷ قلمه حفظ الصحې توکو مرسته وشوه چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر ښځینه محبوسینو وويشل شوه.
همدا راز، د میدان وردګ ولایت د ښځینه زندان مسوولینو یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
رمضان المبارک ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
