زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی خوست ولایت ته په سفر ولاړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۶
خوست

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"  په داسې حال کې چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم نظر محمد "ناصري" د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله خوست ولایت زندان ته لاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دا راز، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.

دغه راز، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لاښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر  په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربېع الاخر ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS