له ولایتونو سره د اړیکو نوي امر په دنده پیل وکړ
د زندانونو چارو د سمون ادارې له ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الفتاح "فاتح" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم محمد حامد "ناظمي" له ولایتونو سره د اړیکو د نوي امر په توګو اړوند پرسونل ته معرفي کړ.
محترم مولوي عبد الفتاح "فاتح"په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، نوي امر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي او د یاد امریت پرسونل څخه یې له اوسني امر سره د همکارۍ غوښتنه وکړله.
په ورته وخت کې، محترم محمد حامد "ناظمي" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او جدیت سره پر مخ وړي.
صفر المظفر ۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
