هرات ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو لپاره د قرآن کریم د حفظ او تفسیر دوره پیل شوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د محترمې رهبرۍ او د هرات ولایت د زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو په دوام، دا ځل د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو لپاره د قرآن کریم د حفظ او تفسیر دورې بهیر پیل شو.
د یاد ولایت د زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زدهکړو پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د ادارې د پرسونل د فکري او اسلامي روحېې د لوړولو لامل وبلل.
همدا راز، نوموړو مسوولینو د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو څخه وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه پوره ګټه واخلي او ټولنې ته د ښه خدمت کولو لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.
په ورته وخت کې، نوموړو ګډونوالو د یادې ادارې له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د زدهکړو دا بهیر یې مثبته وګڼله او ورته د نورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو پر دوام ټینګار یې وکړ.
رمضان المبارک ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
