ولايتي خبرونه(غزني- تخار- بدخشان- کندز - بغلان) د غزني ولایت په زندان کې یو کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۴:۴۷
ولایتی

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په وینا یاد کتابتون د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
داراز، محترم قاري عادل د یاد کتابتون د پرانیستو پر مهال د یاد زندان له زندانیانو څخه وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تیر نه کړې د نوموړي کتابتون څخه په ګټې اخیستنې سره مطالعه وکړي.
په ورته وخت کې، زندانیانو د یاد کتابتون پر جوړیدو خوښي څرګنده کړه او ادارې څخه یې مننه وکړه چې د نورو اسانتاوو تر څنګ یې دوی ته یو کتابتون هم پرانیستو.
نوموړو زندانیانو ژمنه وکړه چې له یاد کتابتون څخه به په ډیرې لېوالتیا سره ګټه پورته کوي. 

د یو بل خبر له مخې د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د تخار، بدخشان، کندز، او بغلان ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې استازي محترم قاري رحیم الله"مدني" په مشرۍ یو پلاوي د تخار، بدخشان، کندز او بغلان ولایتونو له زندانونو څخه د ليدنې ترڅنګ له مسوولینو سره یې د يادو زندانونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي زیاته کړه چې د بدخشان ولایت د زندان بریښنا ستونزه هواره شوه او له دې وروسته به یاد زندان په ۲۴ ساعته توګه بریښنا ولري. 
همداراز پلاوي د بغلان ولایت له مرستیال والي سره ولیدل د یاد زندان د بریښنا ستونزه یې ورسره شریکه کړه چې په دې برخه کې د یاد ولایت مرستیال والي له خوا ورسره د  همکارۍ ژمنه وشوه. 
د نوموړي پلاوي د یادو ولایتونو زندانونو له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځی، تعمیراتي او صنعتي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

شعبان المعظم- ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS