ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
ولایتی

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس د تذکیې، اصلاح او تقوا لامل ګرځي».

د یادو مراسمو په پای کې، د نوموړي زندان پرسونل او زندانیانو د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د بقا، په هېواد کې د امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره د خیر دعاوې وکړې.

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت په زندان کې(۵۵) تنه ښځينه محبوسینې د تجويد، ناظرې او سيرت النبي ﷺ له زده کړو څخه فارغې شوې

په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې، د ننګرهار د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د شرعي پردې تر شا ښځينه محبوسینو ته وينا وکړله او ويې ويل، ديني زده کړې د انسان د ژوند د سمون او اصلاح تر ټولو مهمه وسيله ده، نوموړي زياته کړه چې د قرآن کريم او د رسول الله ﷺ د سيرت زده کړه انسان ته د نېک ژوند لار ښيي، هغه همدارنګه فارغو شويو ښځينه محبوسینو ته سپارښتنه وکړله چې له بند مودې پوره کېدو سره خپل راتلونکی ژوند د اسلام د اصولو او ديني لارښوونو په رڼا کې برابر کړي او هڅه وکړي چې د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره د خير او اصلاح سبب وګرځي.

داراز، ښځينه محبوسینو هم خوښي څرګنده کړله او ژمنه يې وکړله چې د ترلاسه کړو ديني زده کړو له مخې به خپل ژوند تنظيموي او د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د پلي کولو هڅه به کوي.

 

پکتیا:

د پکتیا ولایت د زندان له زندانیانو او توقیفیانو سره  د یاد ولایت والي له لورې د یوه اندازه خوراکي توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت والي محترم ملا مهر الله "حماد" له لورې د یاد زندان له زندانیانو سره د (۶۰۰) کیلو خورا کي توکو مرسته وشوه

د یاد زندان رئیس محترم ملا عبد الغني "عادل" له محترم والي څخه د مننې سربېره  دا  بشرپاله او انسان دوستانه اقدام نیک یاد کړ او په نورو خیريه بنسټونو او خییرو تاجرانو هم غږ وکړ چې خپلې مرستې د ټولنې له دغه قشر چې زندانیان دي ونه سپموي.

 

رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS