ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
ولایتی

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي سره د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

غور:

د غور ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د پسابند ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا حسام الدین "منصور" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د پسابند ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو د اوسېدو ځایونه، اعاشې، اوبو او افتابۍ سربېره له نوموړو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

جمادی الاول ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS