ولایتي خبرونه(غزني- فاریاب- ننګرهار) د غزني ولایت په زندان کې له زندانیانو څخه د ا.ا.ا. پېژندنې سیالۍ ازموینه واخېستل شوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۶:۹
noori

یاده سیالۍ چې د دغه ولایت د زندان د مسوولینو له لوري (۱۵) ورځې د مخه پیل شوې وه، (۱۵۰) تنو زندانیانو په کې په خپله خوښه ګډون کړی وو چې نن له ګډونوالو څخه د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د یاد زندان د رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په وینا د دغې سیالۍ موخه د دولت او رعیت تر منځ د واټن ختمول او د زندانیانو سالمه بوختیا ده

همدا راز، د نوموړي په وینا، د دې سیالیو ممتازو برخوالو زندانیانو ته به د لا هڅونې په موخه کمپیوټر، الفجر ساعت، نغدي او ګڼې نورې ډالۍ ورکړل شي.  

 

د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د  فاریاب ولایت له زندانه لیدنه وکړه

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې یو پلاوی فاریاب ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یاد زندان کارکونکو ته د کاري وړتیا لوړونې په موخه سیمینار هم ترسره شو.

 

بل لور بیا، د ننګرهار ولایت د زندان له ۱۰ بستریز روغتون سره د لابراتواري او حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

 

یاده مرسته د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د نوموړي ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند (۱۷۰) بسترېز روغتون له لوري د لابراتواري موادو (MDT)  او (۱۰) حفظ الصحي کېټونو چې په کې د ځان پاک، د غاښونو مینځلو کرېم، برس او د ځان مینځلو صابون شامل وو د دې زندان د روغتون مسوولینو ته وسپارل شول.

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه روغتیایي توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

 

ربیع الثاني ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS