ولایتي خبرونه(پکتیا، سرپل) د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سره مرسته وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۱
کمک

د نوموړي زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" وویل چي د یاد زندان امرینو او ساتونکو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د یو شمېر نقدو پیسو مرسته وکړله، چې په زلزله کې خلک سخت زیانمن شوي دي.

د دې زندان رئیس، زلزله ځپلو قربانیو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ په څرګندولو سره وویل: دغه طبیعي پېښه د ټولو افغانانو لپاره ستره غمیزه ده، دا زمونږ انساني او اسلامي مسوولیت دی څو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو د دردونو په کمولو کې ونډه واخلو.

د یوبل خبر له مخې، د سرپل ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (الحق المبین )کتاب تر نامه لاندې سیالیو ګډنوالو ته ډالۍ ورکړل شوې

 

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان یوشمېر زندانیانو برخه اخیستې وه،  د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت په همکارۍ په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د سرپل ولایت د زندان امر محترم ملا ګل محمد "بلخي"، د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس په ګډون یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، ویناوالو د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او زندان یې د تعلیم مرکز وباله او له زندانیانو څخه یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او شته فرصت څخه په ګتې اخیستنې سره مطالعه وکړي.

د یادونې وړ ده، د غه سیالۍ چې څه موده مخکې له ګډونوالو څخه یې ازموینه اخیستل شوې وه، د ازموینې له پایلو وروسته اول، دوهم، دریم او څلورم مقام اخیستونکي د ستاینلیکونو ترڅنګ یو شمېر نقدي ډالۍ ورکړل شوې.

 

ربیع الاول ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه ارزونه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث عاليقدر مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د سپارښتنې پر بنسټ محترم الحاج ملا اغا ولي "نوراني" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د. . .

BACK TO NEWS