ولایتي خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، پروان) د پکتیا ولایت په زندان کې د (۱۶۰) کیلو واټه ترانسفرمر نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۵۹
ولایتی

یاد ترانسفرمر د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت او د نوموړي ولایت د برېښنا ریاست په همکارۍ په بریالیتوب سره نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په خبره، یاده پروژه د زندان د ادارې، امنیتي سیستم او نورو اړینو برخو لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته کړه، یاد ترانسفرمر نصب سره د برېښنا ستونزه هواره او اړوند خدمات به لا مؤثر او معیاري شي.

همدارنګه د دې ادارې استازي محترم قاري رحیم الله مدني چې د تخنیکي چارو د حل په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی و، وویل؛ په ټولو زندانونو کې د زندانیانو د اسانتیاوو لپاره د رهبرۍ لخوا د تخنیکي چارو تر ارزولو وروسته په بېړنۍ توګه ورته رسېدنه کیږي.

 ننګرهار:

د ننګرهار ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو مسوولینو په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، دستکشې او بوټان شامل ول، د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پر محجوزینو په شفافه توګه وویشل شول.

د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د یادې موسسې له همېشنیو مرستو او همکاریو څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، وویل چې د ماشومانو ساتنه، پالنه او روزنه زمونږ انساني او اخلاقي مسوولیت دی او  هڅه کوو څو مرستې را جلب او هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابري کړو.

پروان:

د پروان ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد  ولایت د کوه صافي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

د پروان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

همدا راز، نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.

 

رجب المرجب ۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS