ولایتي خبرونه: (بغلان، غزني) د بغلان ولایت په زندان کې (۸۴) تنو زندانیانو او  نظامي پرسونل لپاره د لیک لوست زده کړو درې میاشتني کورس پای ته ورسید

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۳۶
ولایتی

د نوموړي ولایت د زندان (۸۴) تنو له ډلې (۵۳) محبوسینو او (۳۱) نظامي پرسونل د لیک لوست زده کړو دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د بغلان ولایت مرستیال والي محترم الحاج ملا همایون "جهاد یار "د نوموړي ولایت د زندان امر محترم الحاج ملا نعمت الله "سراجي" او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، ویناوالو د علم په ارزښت خبرې وکړې او د کورس ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې تر لاسه کړې زده کړې او تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي. 

د نوموړي زندان مسوولینو په وینا، د زندان یو شمېر پرسونل او زندانیان چې تر دې  وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او یا ترې نیمګړې پاتې شوې وې، خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د یاد کورس په بشپړولو سره يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

همداراز، د بغلان ولایت مرستیال والي د نوموړي زندان د پخلنځي، صنعتي او روغتون څخه هم لیدنه وکړله او په دې برخه کې یې د یاد زندان مسوولینو هڅې وستایلې او له زندانیانو څخه وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه ځان برخمن کړي.

 

 

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د زندان نظامي مسوول په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د ده یک، مقر او اندړ ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله

 

پلاوي د یاد ولایت د ده یک، مقر او اندړ ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د توقیفخونو له مسوولینو  سره د توقیفیانو  محاکماتي چارو کې د اسانتياوو پر زیاتولو او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړو توقیفخونو د توقیفیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې نوموړو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړي.

 

شوال المکرم ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS