ولایتي خبرونه: (تخار، پکتیکا، بادغیس، غور) د تخار ولایت د زندان (۱۱۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۶
ولایتی

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تائیدۍ په اساس د تخار ولایت د زندان د ښځینه، نارینه او محجورینو په ګډون (۴۵) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۷۱) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت په زندان کې د ویلډینګارۍ شاپ پرانیستل شو

 

د پکتیکا ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت سره په همغږۍ د نوموړي زندانیان د زندانیانو د روزنې  په موخه د ویلډینګارۍ شاپ پرانیستل شو

 د یاد زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" دا شان رونېزو برنامو پلي کېدل د زندانیان په روزنه کې خورا اړین یاد کړل او د کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه د ورته نورو ښوونېزو او روزنېزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.

د یادولو ده، چې دغه شاپ کې به (۳۰) تنه زندانیان د ویلډینګارۍ کسب په زده کولو کې بوخت شي. 

 

بادغیس:

د بادغیس ولایت په زندان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه ټولې خونې دوا پاشي شوې

 

د یاد ولایت زندان کارکوونکو او زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د دې ولایت په زندان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د یاد زندان اداري خونې، امنیتي پرسونل او زندانیانو د اوسېدو ټولې خونې دوا پاشي شوې.

داراز، د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" وويل چې یاده چاره د دوی روغتیايي ټیمونو په واسطه ترسره شوې چې له دې سره به د نوموړي زندان کارکوونکي او زندانیان د مختلفو ساري ناروغیو څخه په امن کې پاتې شي.

غور:

د غور ولایت د زندان یوه پلاوي د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان د امر محترم ملا حسام الدین "منصور" په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

داراز، یاد پلاوي د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم لیدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي او د نوموړو غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په هدف د دوی غږ تر ادارې پورې د رسوولو ژمنه وکړله.

همداشان، د نوموړي زندان امر په مشرۍ پلاوي د یادې توقیفخونې د خوړو، اباتې او پخلنځی په جلا جلا توګه وارزول او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS