ولایتي خبرونه: (غزني، هرات، بادغیس) د غزني ولایت د زندان کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یوه ورځینی سیمنار ترسره شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۳۸
ولایتی

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په همغږی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدموتونو امریت له لورې د زندان کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، ګډونوالو ته د ارزیابۍ فورمونو، پلان او راپور جوړونې په اړه هر اړخېز معلومات ورکړل شول.

همدا شان، د دې لایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې غوره وباله او ګډونوال یې وهڅول څو په خپلو اداري چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

هرات:

د هرات ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ چې دوه میاشتې یې دوام درلود، د لمړي بلاک اتلولۍ سره پای ته ورسېده. 

د نوموړي زندان رئیس محترم ملا شراف الدین "مخلص"په وینا؛ د دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا  زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي څو پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د هرات ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په یاد زندان کې د ښوونیزو، روزنیزو او حرفوي زده کړو سربېره زندانیانو ته د ورزش زمینه هم برابره شوې، څو زندانیان له خپلو انساني او شرعي حقوقو څخه برخمن شي.

بادغیس:

د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د جوند، غورماچ او بلامرغاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي"او مل پلاوي د نوموړي ولایت د جوند، غورماچ او بلامرغاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته  د شرعي اصولو په رڼا کې د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

شعبان المعظم ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS