ولایتي خبرونه (غزني- سمنګان) د غزني ولایت په زندان کې د اوبو د کموالي ستونزه هواره شوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۴:۲۴
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې، د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم مولوي عبدالرحمن "عابد" د پلاوي په مشرۍ د غزني ولایت  زندان ته رسېدلی او هلته یې د تعمراتي چارو د ارزونې ترڅنګ د اوبو د ژورې څاه په کیندلو سره د اوبو د دکموالي رامنځ ته شوې ستونزه هواره کړه.

داراز، محترم مولوي عبدالرحمان عابد زیاتوي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ سره په پام کې لري څو د یاد زندان په انګړ کې  د زندانیانو د لا اسانتیا په موخه یو نوی بلاک چې د نورو خدمتونو ترڅنګ به یو جومات هم ولري د جوړونې چار په نږدې راتلوونکې کې پیل کړي.

همداراز، د غزني ولایت د زندان رئیس د دې ولایت د عدلیې له ریئس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

داراز، په یاده لیدنه کې د دغه ولایت د عدلیې رئیس په نوموړي زندان کې  د بې وزلو زندانیانو لپاره د مرستو راجلبولو په موخه ډاډ ورکړ.

 

د یو بل خبر له مخې، د  سمنګان ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم د دې ولایت د زندان مسوولینو له لورې محترم قاري نورمحمد "تالقاني" د یاد ولایت د زندان د نوي امر په توګه د زندان پرسونل ته معرفي او رسماً یې په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.

داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

همدا شان، محترم قاري نورمحمد تالقاني هم د ادارې له خوا ده ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۹/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

BACK TO NEWS