ولایتي خبرونه:( میدان وردک، پکتیکا) د میدان وردګ د ولایت مقام د دفتر رئیس د یاد ولایت له زندانه لیدنه وکړله
محترم مفتي محمد ضابط تېره ورځ په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو سیمه یيزو مسوولینو یې ملتیا کوله د میدان وردګ ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال، لومړی د نوموړي زندان له امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" سره وکتل او پر ځینو اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
تر هغې وروسته د نوموړي ولایت د مقام د دفتر رئیس د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او له هغوی یې وغوښتل، چې د زندان په ښوونیز او روزنیز بهیر کې پوره وڼده واخلي، څو یې په خبره د پوهې د لوړتیا او د ذهني او فکري ارامتیا سبب شي.
داراز، مفتي محمد ضابط زیاته کړله: « د میدان وردګ ولایت زندان اوسمهال د شکنجې او تعذیب ځای نه، بلکې د اصلاح او بیا روزنې مرکز دی او ډاډه یم چې د دې ادارې اړوند نور زندانونه هم همدا ډول دي».
همداشان، د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" د یاد پلاوي له ورتګه د مننې ترڅنګ وویل، دوی د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ د جدي پاملرنې پر مټ د دې زندان زندانیانو ته د دیني او عصري علومو او کسب زده کړو ښې زمینې برابرې کړي دي، څو یې په وینا له بنده تر ازادېدو ورسته ټولنې او کورنۍ ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه خدمت وکړي.
د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر اړوندو چارو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.
همدا راز، نوموړي پلاوي د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.
صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
