ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ) د ننګرهار ولایت له ښځینه زندان څخه( ۴۱) تنه محبوسینې له دیني او حرفوي زده کړو له دورو څخه فارغې شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۶
ولایت

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و، د شرعي پردې تر شا د خبرو پرمهال د اسلامي حجاب پر ارزښت، اهمیت او ګټو سربېره وویل چې دلته په زندان کې درکړل شوې زده کړې به ستاسو د اصلاح سبب وګرځي.

داراز، محترم مولوي سعید زیاته کړله، چې دیني زده کړې د انسان د فکر او روح لپاره د لارښوونې څراغ دی او حرفوي زده کړې بیا د ژوند له مادي اړخه د سمون وسیله ده.

د یادونې ده، چې ننګرهار ښځینه محبس کې د ديني او حرفوي برنامو له لارې ( ۴۱) تنه محبوسینې فارغې شوې، چې له دې جملې څخه (۲۳) تنه د ناظرې او تجوید او (۱۸) تنه د خیاطۍ په برخه کې زده کړې بشپړې کړې دي.

 

 د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د جلریز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

همداشان، پلاوي د دې ولسوالۍ د توقیفخونې اداري او تخنیکي چارو ارزولو ترڅنګ، د چارو د لاښه والي په موخه اړوند مسوولینو ته د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د دې ادارې د پولیسو د حقوقو عمومي مدیر او یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(سې شنبې) په خپل کاري دفتر کې له نوموړو مسوولینو سره په دې لیدنه د سلسله مراتبو، د زندانونو د نظامي برخې د حقوقو، نظامي نظم او ډسپلین په پام کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندهار او زابل ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ادارې د څارنې او ارزونې ریاست یو پلاوی کندهار او زابل ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د کابل او (۳۳)ولایتونو د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې مدیرانو ته ۳ میاشتنی مسلکي کورس پیل شو

دغه کورس کې به نوموړو مدیرانو ته په مسلکي توګه د زندانیانو لپاره د اصلاحي او روزنیزو برنامو د ښه تنظیم روزنه ورکول شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS