ولایتي خبرونه (ننګرهار- بادغیس- بغلان) د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره د ژمنيو توکو مرسته وشوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۴:۴۱
ولایتی

د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یونیسف  له لورې د ژمنیو او نورو لازمو توکو مرسته وشوه.
په یادو مرسته شویو توکو کې، د ژمي لپاره تودې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې،   او داسې نور لازم توکي موجود وو، چې د یاد مرکز او د یونیسف د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي مرکز په محجوزینو وويشل شول.

د یو بل خبر له مخې، د بادغیس ولایت د استخباراتو او د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاستونو ګډ پلاوي د دې ولایت زندان له مسوولینو سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې
داراز، نوموړي پلاوي د دې ولایت د زندان محبوسینو او محجوزینو سره هم ولیدل او له دوی سره د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ چې دا کار يې د خوښۍ وړ وګرځیده او په دې تړاو یې د زندان مسوولینو څخه مننه وکړه.

بل لور بیا د بغلان ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د ولیبال سیالۍ چې د دې ولایت د زندان مسوولینو له لوري په لاره اچول شوې وې پای ته ورسېدې. 
د یاد زندان مسوولین زیاتوي :« یادې سیالۍ  چې په دوستانه ډول جوړې شوې وې د څو ورځو په موده کې پای ته ورسېدې چې موخه مو  ترې زندانیانو ته د سالمې فضا برابرول او ورزش ته هڅول وو».
د یادې سیالۍ په پای کې نوموړو زندانیانو د یاد زندان مسوولینو څخه مننه وکړه چې د هغوي روغتیا او د تفریح لپاره ځانګړې پاملرنه کوي او د ورزش کولو زمینه یې ورته مساعده کړې ده.

رجب المرجب- ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS