ولایتي خبرونه ( پکتیا، زابل، کندز، بامیان، ننګرهار ) د پکتیا د زندان رئیس د دغه ولایت د امنیه قومندان سره وکتل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۱ - ۱۴:۱۵
ولایتی

محترم مولوی سهیل "سعید" د پکتیا ولایت  له امنیه قومندان سره په خپل کاري دفتر کې د دې کتنې پرمهال، د دې ولایت د زندان  پر یو لړ امنیتي مسایلو او ستونزو خبرې اترې وکړې.

داراز، دواړو لورو د یاد زندان پروړاندې د امنیتي ستونزو او ننګونو د حل لپاره لازمې مشورې او د اصولو مطابق پرېکړې وکړې.

په ورته وخت کې، نوموړي قومندان هم د پکتیا ولایت د زندان له رئیس سره د دغه زندان د امنیت د خوندیتوب لپاره په راتلونکې کې د لانورو همکاریو ژمنه وکړه.

 

زابل

د زابل ولایت د زندان یوه پلاوي د دې ولایت د شهرې صفا، شاجوی او میزان ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه

 

د دغه ولایت د زندان د امر محترم مولوي هاشم"حقاني" په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د شهرې صفا، شاجوی او میزان ولسوالیو د توقیفخونو له مسوولینو سره ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

داراز، یاد پلاوي د دې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم لیدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي او د نوموړو غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو  د برارولو په هدف د دوی غږ تر ادارې پورې د رسوولو ژمنه وکړه.

کندز

په همدې حال کې د کندز ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه او د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې ترڅنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

بامیان

د یو بل خبر له مخې، د بامیان ولایت د زندان د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" د ښاغلي بنجیمن کلراک په مشرۍ  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو  د رامنځته کولو په موخه له مسوولینو د مننې ترڅنګ، له خپله اړخه هم ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.

 

بل لور بیا، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو  امر او مسوولینو سره ولیدل او زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو په هکله یې وسره خبرې وکړې.

د یاد ولایت د تخنیکې او مسلکي زده کړو مسوولینو په وینا د یاد زندان ۳۰ تنو زندانیانو ته د حرفوي زده کړو لپاره درې میاشتنۍ برنامه یې په لاره اچولې چې زندانیانو ته د سولر سیستم بیا رغونې په برخه کېورته عملي زده کړې ورکول کېږي.

د ننګرهار د زندان رئیس د امریت له مسوولینو څخه مننه وکړه او په راتلونکې کې یې د نورو حرفوي برنامو پلي کولو غوښتنه وکړه.

 

صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS