ولایتي خبر :(سرپل) د سرپل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ۲۰ تنو محجوزینو ته د موبایل جوړونې شاپ پرانېستل شو
دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د اکتید موسسې له لورې جوړ شوی او د یاد مرکز محجوزینو ته به د تجربه لرونکو استادانو له لورې د موبایل ترمیمولو زده کړه ورکړل شي.
په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د سرپل ولایت د زندان امر د نوموړې موسسې د مسوولینو له مرستو څخه په مننې، د حرفوي زده کړو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د روزنيزو برنامو پلي کېدل یې د محجوزینو په روزنه کې خورا اړین او ګټور وګڼل او د یادې موسسې څخه د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړله.
په ورته وخت کې، د اکتید موسسې مسوولینو ژمنه وکړله، چې په راتلونکې کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ذوالحجة الحرام ۲۲/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
