ولایتي خبر (پکتیکا) د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د دغه زندان امر او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت خبرې وکړې.
همدا شان، محترم مولوي احسان الله"صلاح الدین" په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل: « دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي او ګټه ترې واخلي».
باید یادونه وکړو، یاده سیالۍ چې د کوثر فرهنګي ټولنې سره په همغږۍ د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې یو میاشت مخکې پیل شوې او (۱۰۰)تنو زندانیانو په کې ګډون کړی وو، د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته (۱۵) تنه ممتاز ګډونوال په مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.
صفر المظفر ۱۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
