ولایتي خبر: (کونړ) د کونړ ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته زندانیانو سره د انساني او قانوني چلند تر سرلیک لاندې یو ورځینی سمینار ترسره شو
دغه سمینار، چې د یوناما له لورې او د یاد زندان مسوولینو په هڅو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د یوې ورځې په موده کې ګډونوالو ته د زندانیانو سره د انساني، اسلامي او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلند په موخه هر اړخېز معلومات وړاندې شول.
همدا شان، د دې ولایت د زندان مسوولینو هم دا ډول سمینارونه د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په هدف غوره وبلل او ګډنوال یې وهڅول څو په غور سره ترې ګټه پورته کړي.
ذوالحجة الحرام ۲۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
