ولایتي لنډ خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، پروان، بدخشان) د همکارو موسسو له لوري د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۵۶
ولایتی

د همکارو موسسو له لوري د ننګرهار ولایت مرکزي زندان سره د اړتیا وړ توکو د مرستې له جملې چې په کې د ځان مینځلو، جامو مینځلو توکو، ترڅنګ د ابوڅکلو ترموزونه، ستلونه، تشتونه، او د اړتیا وړ نور توکي شامل دي، د دې زندان مسوولینو ته وسپارل شول.

په ورته وخت کې، د نوموړي زندان رئیس وویل: «موږکوښښ کوو، څو په بېلابېلو برخو کې له ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې جذب او په روڼه توګه یې په زندانیانو وویشو.

دا راز، د دغه زندان مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د خوښۍ ترڅنګ یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو تېره شپه د دې ولایت د سید اباد، چک، نرخ او جلریز ولسوالیو د توقیفخونو څخه د ليدنو ترڅنګ، د نوموړو توقیفخونو له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

داراز، د زندان مسوولینو د نوموړو توقیفخونو له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

همداراز، نوموړي پلاوي د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د هغوی ښه خدمتونه وستایل او توقیفیانو سره پر ښه چلند یې ټینګار وکړ.

 

همداراز د پروان ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د سرخ پارسا او سیاګرد ولسوالیو له توقیفخونو د لیدنې ترڅنګ یې د یادو توقیفخونو  مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې

داراز، د یاد ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړو توقیفخونو  امرینو او توقیفانو سره ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او حل په موخه یې نوموړو ټه ډاډ ورکړ.

 

بل لور بیا د بدخشان ولایت د زندان د رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د کشم ولسوالۍ د توقیفخونې څخه لیدنه وکړه او د یادې توقیفخونې له مسوولینو او پرسونل سره په اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې

داراز، د دې زندان د رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او د هغوی ستونزو تر اورېدو وروسته د حل په موخه يې د یادې توقیفخونې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، د یاد زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د ابتدائیه محکمې له رئیس سره هم ولیدل او د توقیفانو محاکماتي چارو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

 

ذوالقعدة الحرام ۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS