ولایتي لنډ خبرونه: ( پروان، غزني، کندز )

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۵:۴۹
خبر ولایتی

د پروان د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" تېره ورځ د دغه ولایت د زون د نظامي  محکمې له رئیس محترم الحاج مولوي غلام رسول "بهرمند"  او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د پروان ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، د دې ولایت د زون د نظامي محکمې رئیس محترم الحاج مولوي غلام رسول بهرمند په مشرۍ پلاوي د نظامي برخې زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به  یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته چټکتیا ورکړي.
غزني:
د یوبل خبر له مخې، د غزني ولایت د زندان مسوولینو په هڅو او ددې ولایت د ټرافیکو مدیریت له لوري د نوموړي زندان د ‌موټر چلولو د برخې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د موټر چلولو د مسلکي زده کړو کورس پای ته ورسېده 
د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" یاد مدیرت څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، یاد کورس چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ له ګډونوالو څخه یې د پوهېدو د ارزونې په موخه د ازموینې په اخېستلو سره وړ کسانو ته د موټر چلونې  رسمي  اسناد ورکړل شو چې پرمټ به یې د ادارې له وسایطو څه ښه ساتنه او پالنه وشي.
کندز:
بل لور بیا، د همکارو موسسو له لوري د کندز ولایت مرکزي زندان او د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د اړتیا وړ توکو مرستو کې چې د ځان مینځلو، جامو مینځلو، د اوبو څکلو ترموزونه، ستلونه، تشتونه او د اړتیا وړ نور توکې په کې شامل دي د نوموړي زندان مسوولینو ته وسپارل شول.
د زندان مسوولین زیاتوي دوی کوښښ کوي څو په بیلابیلو برخو کې له ملي او نړیوالو مرستندیو بنسټونو څخه د اړتیا وړ مرستې جذب او په روڼه توګه یې په زندانیانو وویشي.

ذوالقعدة الحرام ۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

BACK TO NEWS