ولایتي لنډ خبرونه

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۲:۱۲
ghazni

د غزني والي محترم اسحاق "اخندزاده" او مل پلاوي يې د دغه ولايت له زندانه د ليدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولينو او پرسونل سره د بنديانو د وضعيت په اړه د خبرو اترو ترڅنګ، له خپله اړخه د لازمو همکاريو ژمنه کړې ده.
داراز، محترم اخندزاده د غزني ولايت د زندان رغنيزې چارې هم له نږدې ارزولي او د لاښه والي لپاره يې اړوندو مسوولينو ته ګټورې لارښوونې کړې دي.
د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د خپلې اړوندې مرکزي برخې له خوا، د پکتیا، نیمروز او کونړ ولایتونو زندانونو ته د کمپلو، پټوانو، جورابو، د حمام صابون، د جامو مینځلو پوډرو، د غاښونو د کریم او برسونو په ګډون ژمني، روغتیايي او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي استول شوي وو، چې د نوموړو زندانونو د مسوولينو له خوا پر بندیانو او محجوزینو باندې په شفافه توګه وويشل شول.

ربېع الثاني ۱۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ادارې  اړتیا وړ د تېلو څرنګوالي او لا ښه شفافیت په موخه ارزونه وکړله

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"، د عفوې او تخفیف فرامینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه  

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له کرنیزو ځمکو څخه د کدوګک شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټول شول

یادې ادارې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، کسب زده کړې او ورزش ترڅنګ، د کرکېلې د ښې زمینې برابرولو او پرې د هغوی د بوختولو له امله (۲) میاشتې وړاندې د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ. . .

BACK TO NEWS