پروان ولایت له زندانه سلګونه تنه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمن شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۳
پروان

د پروان ولایت د استیناف محکمې د ټاکل شوي پلاوي له خوا د زندانیانو د نسبتي دوسیو د کره ارزونې او د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام د حکم پربنسټ، یو شمېر هغه محبوسین او محجوزین چې د زندانونو چارو د سمون ادراې په هڅو  یاد زندان کې چې په دیني، عصري، او حرفوي زده کړو کې یې پوره ونډه اخیستې او بریالي شوي وو، خوشې او ځېنې  نور د حبس ا و حجز په موده کې له تخفیفه برخمن شول.

د پروان ولایت د زندان مسوولین وايي، د دغه حکم له مخې د دې زندان (۱۱۸) تنو ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو د حبس او حجز پاتې موده عفوه او خوشې شول او (۸۲) تنو نورو ته د حبس او حجز په موده کې تخفیف ورکړل.

د یادونې وړ بولو، چې دا لړۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې روانه ده.

 

شعبان المعظم ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS