په زندانونو کې د زندانیانو لپاره د دیني او عصري علومو او روزنو د اسانتیاوو برابرولو په لړ کې دا ځل د میدان وردګو ولایت د زندان د امر محترم مولوي صلاح الدین په هڅو په نوموړي زندان کې د زندانیانو لپاره د قرانکریم د حفظ دوره پیل شوه.

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۵۳
ولایتي خبرونه

دا دوره چې د دیني او قراني پوهې لرونکو استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي، په کې هغه زندانیان ګډون کوي، چې د حفظ وړتیا او لېوالتیا ولري.

په ورته مهال، د یاد زندان د اړوندو مسوولینو په کوښښ د زندانیانو لپاره د خیاطۍ د ماشینونو او توکو سمبال یو شاپ هم پرانیستل شو، چې د مسوولینو په خبره په دې شاپ کې به د خیاطۍ حرفې مینوال زندانیان برخه اخلي.

د یادونې وړ بولو، چې د میدان وردګ ولایت په زندان کې تر دې وړاندې د غالۍ اوبدنې شاپ یا حرفوي زده کړو کارګاه شتون درلود او د دې زندان د مسوولینو په وینا، د ګډونوالو زندانیانو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا له زندان سره د دې ولایت د اولمپیک کمېټې له خوا د والیبال لوبې د ورزشي جامو، توپونو، جال او یو شمېر نورو اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاد توکي د نوموړې کمېټې د امر محترم ډاکټر سیرت له لورې په داسې حال کې د زندان مسوولینو ته وسپارل شوې، چې د دې  زندان د زندانیانو تر منځ د ولیبال دوستانه لوبې هم روانې وې.

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" د دغو ورزشي توکو د ورسپارلو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، ورزش د زندانیانو د سلامتیا لامل کېږي او له خپګان او د وخت له بېځایه ضایع کېدو څخه یې ژغوري، نو دوی به هڅه کوي چې په راتلونکې کې ورته لا نورې ښې زمینې برابرې کړي.

 

بلخوا بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دبامیان ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په هدف یو ورځینی سیمینار د ادارې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا وړاندي شو.

د بامیان د زندان مسولینو دا ډول سیمینارونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او د زندانونو چارو د سمون له ادارې یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه کړې. 

دا راز، د دغه زندان د رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم په وینا، په یاد سیمینار کې یې د دې زندان کارکونکو سره د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول چې په راتلونکي کې به مثبتې پایلې ولري.

 

جمادي الثاني- ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS