په لومړي ځل د زندانونو چارو د سمون ادارې امنیتي پرسونل لپاره نوی او واحد یونیفورم معرفي شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۸:۳۰
یونیفرم

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ نن(سې شنبې) د دغې ادارې له رامنځته کېدو راپدېخوا، په لومړي ځل کابل کې د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې، خپل شاوخوا (۶) زره او (۷) سوه تنه امنیتي پرسونل لپاره نوی نظامي یونیفورم معرفي او وویشه.
غونډه کې، د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي خلیل الرحمان "حقاني"، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین محترم مولوي شېرمحمد عباس "ستانکزي"، د دغې ادارې د رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري"، نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د کورنیو چارو وزارت استازي محترم مولوي محمدقاسم "ابراهیمي"، د عبدالرحمان جامع جومات ملا امام محترم مفتي محمود " ذاکري" او د ادارې او یو شمېر نورو وزارتونو ملکي او نظامي مسوولینو او د ملي او نړیوالو رسنیو استازو ګډون کړی وو. 
د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي خلیل الرحمان "حقاني" غونډې ته د وینا په ترڅ کې د زندان ژوند ډېر له خپګان او کړاونو ډک یاد کړ او د زندانونو چارو د سمون ادارې له مسوولینو او موظفینو یې وغوښتل، څو نه یواځې دا چې له بندیانو سره ښه چلند وکړي، بلکې ورته ښې روزنیزې او ښوونیزې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" د خپلو خبرو پرمهال، د یاد یونیفورم له ویشلو د خوښۍ په څرګندولو سره د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې تل د ازادۍ سلب په ټولو مرکزونو کې د بندیانو، تورنو او محجوزینو د هوساینې، اسانتیاوو برابرولو او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې هڅه کوي او له رسنیو یې هم وغوښتل، څو د هغوی د مناسب ژوند له حاله ځان خبر او له زندانونو لیدنه وکړي.
په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر هم غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل، د ا.ا.ا. له فتحې راوروسته دې ادارې په نظامي برخه کې د خپلو مسلکي، روزنیزو او ښوونیزو کورسونو پرمټ په (۱۹) دورو کې ادارې پورې اړوند شاوخوا (۷) تنه امنیتي پرسونل ته له بندیانو سره د ښه سلوک، د هغوی د ساتلو، هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو، له بلوا یا شورش څخه یې د مخنیوي او داسې نورو برخو کې لازمې او ګټورې زده کړې او روزنې ورکړې دي، چې له همدې امله یې اوس په چارو کې د ښه والي او مسلکیتوب مثتبې نښې نښانې ښکاري.
داراز، د کورنیو چا وزارت استازي محترم مولوي محمدقاسم "ابراهيمي" د زندانونو چارو د سمون ادارې امنیتي پرسونل ته په خطاب کې وویل، « له بندیانو سره ستاسو ښه سلوک، اتحاد او د مشرانو اطاعت ستاسو له بریالیتوب سره مرسته کوي». 
همداشان، کابل کې د حاجي عبدالرحمان جامع جومات ملاامام محترم مفتي محمود " ذاکري" په خپلې وینا کې د نوموړې ادارې امنیتي پرسونل ته د نوي او واحد یونیفورم ویشل د اسلام مبارک دين د ارشاداتو پربنسټ د نظم او ډېسپلین رعایتول یاد کړل او زیاته یې کړه، لکه څنګه چې د ا.ا.ا. د نظامي مبارزې او سیاست په ‌ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې لري، دا دی اوس نړیوالو ته دا هم ښيي، چې دوی د نظم راوستلو لپاره په خپلو کوښښونو سره دې لاسته راوړنو ته نوی رنګ ورکوي.
د یادونې وړ بولو، چې نن د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د کابل او ټولو ولایتونو زندانونو کې پر مربوطه امنیتي پرسونل باندې یاد نوی نظامي یونیفورم د یو لړ مراسمو او غونډو په ترڅ کې وویشل شول او دوی د رضایت په څرګندولو سره وویل، چې اوس به یې د دې یونیفورم په استفادې سره په چارو کې لا نور نظم هم راشي.

رجب المرجب ۱۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS