د سمنګان د زندان مسوولینو د یونیسف دفتر له پلاوي سره وليدل
د دغه ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو صندوق یا "یونیسف" موسسې له پلاوي سره په لیدنه کې د دې زندان د ښځینه بندیانو له ماشومانو او د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاریو په موخه خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د یونیسف دفتر پلاوي نوموړو سره ژمنه وکړه چې دوی به د بندي میندو له ماشومانو او د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره تر خپلې وسې پورې ژمني توکي او نور د اړتیا وړ امکانات برابر کړي.
د یوبل خبر له مخې تېره ورځ د بغلان ولایت د زندان مسوولینو له لوري د پرسوونل او زندانیانو تر منځ د ولیبال دوستانه سیالۍ په لاره اچول شوي وه چې د دواړو لوبډلو په کې په ډېره مینه ګډون کړی وو.
د دې زندان مسوولینو یاده سیالۍ د زندانیانو د روغتیا ساتنې په موخه اړینه یاده کړې.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي څو زندانیانو ته په زندانونو کې دیني، عصري او حرفوي زده کړو ترخوا د ورزش کولو زمینې هم برابرې کړي څو نوموړي و کولی شي پر مټ یې د بند مودې ترپایته رسېدو وروسته د یو سالم وکړي په څېر خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت
