د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله له ښځینه محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۲:۵۰
اناثیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې، چې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي عبدالقیوم او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله"بکتاش" یې هم ملتیا کوله، د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس ته ولاړ او هلته یې له مسوولینو سره د ښځینه محبوسینو په بلاکونو د عمر او جرم له مخې د تقسیم بندۍ او د هغوی لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو او ځینو ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړې.
محترم قاري همدرد د نوموړي محبس د یو شمېر برخو د ارزونې ترڅنګ د تشکیل لیست هم وارزوه او له هغه وروسته یې مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره ریښتینولۍ سره ترسره کړي.
په ورته وخت کې، نوموړي د دې محبس مسوولینو ته په خبرو کې د محبوسو میندو د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې ترخوا د لوبيز توکو او غوره چاپېریال د رامنځ ته کولو سپارښتنه وکړه.
په پای کې، د یاد محبس مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" سره د محبوسینو روا غوښتنې هم شریکې کړې چې د نوموړي له خوا ورته د ژر رسېدنې ژمنه وشوه.

جمادي الاول ۱۶\ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS