د غزني ولایت د زندان رغنيزې چارې د یو لړ جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۳۷
Ghazni

د دغه ولایت د زندان یو شمېر رغنيزې چارې چې تقریبآ درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې نن (سې شنبې) د یو لړ جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې چې د دې ولایت والي محترم الحاج محمد امین "عمري" د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او یوشمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عادل په دې اړه په جوړو شو مراسیمو کې وویل، د دې زندان د بیا رغونې چارې۳میاشتې وړاندې پیل او نن پایته ورسېدې، چې په کې د دفتر او شعباتو لپاره ودانۍ، د زندانیانو خونو ترمیم او رنګمالي، د جمع نظام میدان کانګریټ، د زندانیانو لپاره ورزشي ډګر، د مرمۍ ضد دروازه، د موټر تم ځای، د شنو ساحو او برېښنایي سیسټم ترخوا د یوشمېر نورو برخو تنظیم او رغونه شامله وه.
دا راز، نوموړي زیاته کړه: «یادې چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت، میعاري ډول جوړې شوي چې له دې سره به هم د زندان په اداري چارو کې چټکوالی رامنځ ته او هم به د زندانیانو لپاره په زندان کې د لازمو او د پام وړ اسانتیاوو ترڅنګ د امنیت په لا ټینګښت کې مثبت تغیر ولرو». 
د زندانونو چارو د سمون اداره ویاړي چې د هېواد په زندانونو کې د زندانیانو لپاره د ژوند د غوره چاپېریال ترخوا د هغوی د د یني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابروي څو پر مټ یې نوموړي د بند مودې تر پای ته رسېدو سره سم له ناوړه کړنو لرې، خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

جمادي الاول ۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS