ولایتي خبرونه(ينجشېر- سرپل- بامیان) د پنجشېر والي او مل پلاوي يې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۶:۱۳
اصثتب

د دغه ولایت والي محترم الحاج حافظ محمد اغا " حکیم " او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي زندان له امر محترم ملا هدایت الله " همت " او پرسونل سره ولیدل او د زندان پر اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
پلاوي د زندان له اداري شعبو، ښوونیزو او روغتیا برخو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه څو خپلې چارې په ریښتینولي سره ترسرې کړي.
همدا راز، یاد پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او اړوند مسوولینو څخه یې د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو  د رامنځ ته کولو په موخه د مننې  ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په دوامداره توګه د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري د سرپل ولایت له زندان سره د ژمنیو ګرمولو توکو له جملې یو شمېر کمپلې د دغه زندان مسوولینو ته و سپارل شوې.
په ورته وخت کې، د دې زندان مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه چې له دې سره به زندانیان له سړې هوا خوندي پاتې شي.
داراز، نوموړو ژمنه وکړه چې یاد توکې به په پوره امانت ولۍ او روڼه توګه په زندانیانو ووشي. 

بل لور بیا د بامیان ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر پلاوي د دې ولایت د زندان له رئیس سره ولیدل او په اړوندو موضوعګانو یې ورسره خبرې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي د دې زندان له پرسونل او زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه څو ځانونه په نبوي سنتو برابر او پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کړي.

رجب المرجب ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ

 محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت له زندان سره د سره صلیب نړيوالې کمېټې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

ولایتي خبرونه( ننګرهار، پکتیکا، میدان وردګ)

 

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې چې د کالیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS