د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام نوي حقوقي سلاکار په کار پیل وکړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام نوي حقوقي سلاکار په کار پیل وکړ

د دغې ادارې د رهبرۍ په غوښتنه او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په دوهم بست کې د دې ادارې د مقام د حقوقي سلاکار په توګه وګومارل شو او نن (سې شنبې) یې خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پر مهال، چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د کشف او اپراتیفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت"  او د مرکزي برخو یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، نوموړي ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: «زه هیله مند یم چې محترم ګلزاد به خپلې ورسپارل شوې چارې د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې په غور او دقت سره ترسره کوي او ادارې ته به غوره مشورې ورکوي.»
داراز، د ادارې د مقام نوي حقوقي سلاکار هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوی مسئولیت به په پوره امانتوالۍ او اخلاص سره د ادارې د رهبرۍ او مسوولينو په همکارۍ مخ ته وړي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د ادارې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره مسلکي او وړ کسان وګوماري او پرمټ یې د زندانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او مناسب خدمتونه وړاندې کړي.

رجب المرجب ۲۵/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS