ولایتي خبرونه( غزني- تخار) د غزني د مرکزي زندان رئیس د ای سي ار سي له سیمه ییز مسؤول سره ولیدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۴:۴۹
ولایتی

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د دې ولایت لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له سیمه ییز مسؤول سره ولیدل او پر یو لړ مسایلو یې خبرې وکړې.
په دغو خبرو کې محترم قاري عادل لومړی یادې کمېټې سره یو ځل بیا په دغه زندان کې د پرسونل او بندیانو ستونزي او یو لړ غوښتنې شریکې کړې، چې د کمېټې د مسؤول له خوا ورسره په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د زندان یو تن پایواز د نشه يي توکو د لېږد په تور ونیول شو 
یو تن پایواز، چې غوښتل يې په ماهرانه توګه ځای پر ځای کړي یو اندازه نشه یي توکي (شیشه) په میوه کې (کیوي) کې یاد ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال کشف، ضبط او له لېږدوونکي سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شو. 

بل لور بیا، د تخار ولایت د زندان کارکوونکو ته د بشري حقونو په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو
دغه سیمینار چې په افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې (یوناما) له لورې جوړ شوی وو، د یوې ورځې په موده کې ګډونوالو ته د بشري حقونو او د کاري چارو ښوالې او ظرفیت لوړونه په موخه هر اړخېز معلومات وړاندې شول. ‎
همدا شان، تخار ولایت د زندان مسوولینو هم دا ډول پروګرامونه د ادارې د کارکوونکو د پوهې لوړونې په هدف غوره وبلل او ګډنوال یې تشویق کړل څو په غور سره ترې ګټه پورته کړي.
همداراز د یوناما د بشري حقونو د برخې ولایتي مسوول د دې ولایت د زندان له امر سره ولیدل او د بشري حقونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د یوناما د بشري حقونو ولایتي مسوول په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې د بشري حقونو په  اړه د عامه پوهاوي په برخه کې به هراړخیزه همکاري وکړي.
شعبان المعظم- ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS