د هرات ولایت د زندان په انګړ کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۲۶
ولایتی

دغه جومات چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ شوی د ولایت د زندان مسوولینو په حضور کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هرات ولایت د زندان مسوولینو د نوموړي جومات پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې  د جوړولو چارې یې په پاخه او اساسي ډول ترسره شوي او په یو وخت کې د سلګونو تنو لمونځ کوونکو ظرفیت درلودونکی دی.

د یو بل خبر له مخې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د کندز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د روغتیایي او مینځلو توکو مرسته وشوه
د دغه زندان مسوولینو د یادې ټولنې څخه د خوښۍ ترڅنګ یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

بل لور بیا، د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست له لورې د دې ولایت د زندان سره د ښوونېزو کتابونو مرسته وشوه
د یاد ولایت د زندان مسوولینو په وینا، په دغه مرسته کې د اووم، اتم او نهم ټولګیو کتابونه شامل دي چې د ولایت د پوهنې ریاست له لورې د یاد زندان مسوولینو ته وسپارل شول.
د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو د پوهنې ریاست څخه مننه وکړه او له نوموړو یې غوښتنه وکړه چې د زندانیانو په روزنه کې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.  

په همدې حال کې، د بامیان ولایت د پوهنې رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان د زده کړو له بهیر څخه لیدنه وکړه
داراز، د یاد ولایت د پوهنې رئیس په مشرۍ پلاوي د یاد زندان کارکوونکي او زندانیان یې وهڅول څو له ورکړل شوي فرصت څخه په ګټه پورته کولو سره خپلو دینې او عصري زده کړو ته دوام ورکړي.

شوال المکرم ۱۵/ ۱۴۴۵
 د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS