د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په ناسته کې د زندانیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو د کیفیت لاښه والي او پر یوشمېر نورو مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۴:۵۴
شورایی رهبری

دغه ناسته، چې نن( دوشنبې) د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" او د مرکزي برخو د ملکي او نظامي رئیسانو او امرینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د ادارې د رهبرۍ له خوا د هېواد د محبسونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د دیني، عصري او حرفوي زده کړو د کیفیت لا غښتلتیا په اړه بحث وشو.

داراز، په دې ناسته کې د نوموړې ادارې د نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې برخې او د زندانونو په چارو او وضعیت کې د لاښه والي په اړه د هراړخیزو خبرو ترڅنګ، پر یوشمېر نورو مهمو مسایلو د نظرونو تبادله وشوه.

په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د تېر کال په ترڅ کې د دې ادارې د مسوولینو او پرسونل کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او له نوموړو یې و غوښتل، څو د ورسپارل شويو مسوولیتونو د لاښه ترسراوي په موخه خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

همدا شان، محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د یادې ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل:« که موږ او تاسو خپل مسوولیتونه د خدای (ج) د رضا لپاره په رېښتینولۍ او پروخت ترسره کړو، نو دا به مو وطن او وطنوالو ته د خدمت په لاره کې یو لوی او مثبت ګام وي».

په ورته وخت کې، یو شمېر مسوولینو هم د نوموړې ناستې په اجنډا کې د شاملو ځینو نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته، د شرعې اصولو او قانون په رڼا کې سمې او لازمې پرېکړې وشوې.

 

شوال المکرم ۲۰/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS