کابل کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په توقیفخونه کې د ا.ا. نوي بیرغونه نصب شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان پربنسټ، د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند توقیفخونه کې د مسوولینو له خوا یې د یو لړ مراسمو پرمهال د ا.ا. مخکیني زاړه شوي بیرغونه راټول او پرځای نوي بیرغونه پورته او نصب شول.
د یادونې وړ بولو، چې دغې ادارې تر دې وړاندې هم په دوامداره توګه دا لړۍ د مرکز او ولایتونو په مربوطه ټولو محبسونو، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو او توقیفخونو کې جاري ساتلې او په راتلونکې کې به یې هم په منظمه توګه پرمخ وړي.
شوال المکرم ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت