د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت د زندانیانو روا غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وکړه

محترم لوی پاسوال قاري حبیبالله "بدر" تېره ورځ میدان وردګ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د زندان او زندانیانو د وضعیت، په ځانګړې توګه د نظامي او امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د یاد زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څارنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د ځینو نیمګړتیاوو د پوره کولو او د امنیتي خلاګانو د ډکولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
په ورت وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د میدان وردګ ولایت د زندان د بندیانو د خونو یا سلولونو حالت له نږدې وکوت، د بندیانو خبرې او غوښتنې یې واورېدې او روا غوښتنو ته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولین هم متوجه کړل.
شوال المکرم ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت