ولایتي لنډ خبرونه: (غزني، سرپل)

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۲:۵۳
ولایتی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما دفتر کارکوونکو له خوا تېره ورځ، د دغه ولایت د زندان نظامي پرسونل ته له زندانیانو سره د چارچلند او د پرسونل د ظرفیت لوړونې او د بشرې حقونو د اصولو او معیارونو د رعایت او  محکمو ته د زندانیان د انتقال په اړه یو ورځینی روزنیز سیمینار جوړ او په کې د یادو موضوعګانو اړوند ګټور معلومات وړاندې شول.

داراز، د غزني زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" د یوناما کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ دا ډول سیمینارونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او ورته نورو سیمینارونو په جوړولو پر دوام يې ټینګار وکړ.

سرپل:

د یو بل خبر له مخې، د  سرپل ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ د نوموړي ولایت د سوزمه قلعه او سنچارک  ولسوالیو  له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

دا راز، د دې ولایت د زندان امرت محترم ملا ګل محمد "بلخي"  د یادو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، نوموړو د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په خبرو کې زیاته کړه چې دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی څو د زندانیانو په ساتنه، پالنه او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړو.

همدا شان د دې ولایت د زندان امر د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانو او قاضیانو سره ولیدل او د زندانیانو  پر امنیت او د هغوی پر محاکماتي چارو یې ورسره خبرې وکړې چې نوموړو مسوولینو له خوا په دې برخه د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

میدان وردګ:

بل لور بیا د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې څخه راغلي پلاوي د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي صلاح الدین سره د زندانیانو محاکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

داراز پلاوي د دې ولایت د زندان بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی محاکماتي چارو او دوسیو په اړه ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دوسیو د ژر څېړلو  په موخه  د دغه زندان مسوولینو سره لازمې مشورې وکړې.

 

ذوالقعدة الحرام ۱۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS