د زندانونو چارو د سمون ادارې په امنیتي غونډه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وشوې

دغه غونډه، چې د یادې ادارې د نظامي چارو مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د ادارې د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" د نظامي ښوونې او روزنې واحدې قوماندنۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او د مرکزي بېلابېلو امنیتي برخو مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د اړوندو مسوولينو له خوا د مرکز او ولاياتو د زندانونو د امنيتي چارو او ترسره کړو فعالیتونو په هکله ریپوټونه وړاندې او په دې برخه کې د لازياتو تدابيرو لپاره ګټور بحثونه وشول.
داراز، د زندانونو يو شمېر امنيتي مسوولينو په غونډه کې له ځينو ستونزو او اړتیاوو يادونه وکړه، چې د ادارې د نظامي چارو مرستيال له خوا ورته د حل او رسېدنې ژمنه وشوه.
همدا راز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: « د زندانیانو لپاره د امنیت خونديتوب ستاسو دنده ده نو کوښښ وکړئ څو نوموړو لپاره داسې سهولتونه رامنځ ته کړئ چې وکولای شي په خوندي او ډاډمن چاپېریال کې ژوند وکړي».
داراز، د غونډې په پای کې د ټولو امنيتي مسوولينو او پرسونل ترمنځ د کارونو لا ښه پرمختګ لپاره د پوره همغږۍ او همکارۍ زیاتولو په هیله د خیر دعا وشوه.
محرم الحرام ۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت