ولایتي خبرونه( کندهار -غزني- پکتیا) د کندهار ولایت له زندان سره د اوبو د تصفیې  ماشینونو مرسته وشوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۱۲
ولایتی

 

د کندهار ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د یوه خیرخواه وګړي  له لوري د دغه زندان له زندانیانو سره د اوبو د تصفیې او یخولو ۸ عدده ماشینونو مرسته وشوه.

د نوموړي ولایت د زندان مسوولین  زیاتوي، یاد ماشینونه  چې د ۷۰ ليټرو اوبو د تصفیې او یخولو ظرفیت لري دوی ته سپارل شوي او دوی هم د دې زندان په بلاکونو کې نصب کړي چې په وینا یې له دې سره به زندانیان له مختلفو ناروغیو څخه په امن او له پاکو او یخو اوبو څخه به برخمن شي.

همدا راز، د دې ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په موخه له نوموړي مننه وکړه او ترڅنګ یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د یو بل خبر له مخې، د  غزني  او پکتیا ولایتونو د زندانونو لپاره نوي نظامي مدیران په دنده وګومارل شول 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د نوموړو  ولایتونو د زندانونو د مسوولینو له لورې د پکتیا زندان لپاره محترم مولوي عزیزالرحمن او د غزني زندان لپاره محترم خان مسعود د سمونوال په بستونو کې د نوي نظامي مدیرانو په توګه د زندان پرسونل ته په جلا جلا توګه معرفي او رسماً یې په دې بستونو کې خپلې دندې پیل کړې.

داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د نوموړي ولایتونو د زندان د مخکینيو نظامي مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

همدا راز، نویو ګومارل شویو نظامي مدیرانو هم د ادارې له خوا دوی ته د دې مسوولیتونو د سپارلو له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.

 

محرم الحرام ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

BACK TO NEWS