ولايتي لنډ خبرونه:( ننګرهار،کندز، بامیان، بغلان، میدان وردګ)

د ننګرهار:
د دغه ولایت په زندان کې د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) په سیالۍ کې ۳۵ تنه غوره زندانیان د ستاینلیکونو په ورکړې وستایل شول.
د ننګرهار د زندان رئیس مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د دې زندان یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود د خپلو خبرو پرمهال د نبوي(صلی الله علیه وسلم) سیرت د زده کړې او د نورو ښوونیزو برنامو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «دا د هر مسلمان دنده ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر او په خپل ورځیني ژوند کې یې عملي کړي».
داراز، هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به نه یواځې د سیرت النبي(ص) سیالۍ، بلکې د نورو دیني او عصري علومو د ترلاسه کوونکو زندانیانو او پرسونل ترمنځ هم ورته سیالۍ جوړې شي.
کندوز:
د ا.ا.ا. د عامې روغتیا محترم وزارت یوه پلاوي د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه کې له مسوولینو سره د محجوزینو د روغتیايي وضعیت او په دې برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
همداشان، پلاوي د نوموړي مرکز د محجوزینو لپاره د روغتیايي برخې، خوړو او پخلنځي ارزونه وکړه او د هغو له پاکۍ، نظافت او کیفیت څخه یې ډاډ ترلاسه او له خپله اړخه یې په روغتیايي برخه کې له دې مرکز سره د همکاریو ډاډ ورکړ.
بامیان:
د دغه ولایت په زندان کې د ملکي او نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سیمینار پیل شو.
یاد سیمینار چې د دې ولایت د زندان د ریاست له لورې جوړ شوی، ګډونوالو ته به په کې د کاري چارو ښه والي او ظرفیت لوړونې په موخه هر اړخېز معلومات وړاندې شي.
بغلان:
د دغه ولایت د زندان مسوولینو د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې د لیدنې پرمهال، له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ورته د رسېدنې په موخه یې ژمنه وکړه.
میدان وردګ:
د دغه ولایت د زندان مسوولین وايي، په یاد زندان کې د زندانیانو د سالمې بوختیا او روزنې په موخه د ورزش مینه والو زندانیانو ترمنځ د والیبال سیالیو ټورنمنټ چې څو ورځې وړاندې پیل شوی و، پرون پای ته ورسېد.
د میدان وردګ ولایت د زندان د امر مولوي صلاح الدین په وینا، دغو سیالیو موخه تفریح، د زندانیانو حالت څخه د خلکو خبراوی او د هغوی ترمنځ د صمیمي فضا رامنځته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا خوندي پاتې شي.
صفر المظفر ۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت