ولایتي خبرونه (غزني، پروان، بامیان، زابل، پکتیا) د اسد ۲۴مه د فتحې د ورځې په مناسبت د غزني ولایت په زندان کې د ازادۍ د لارې سپېڅلو شهیدانو پاک روح ته د دعا کولو په موخه د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د نوموړي زندان پرسونل ته په خبرو کې وویل ازادي د الله (ج) ستر نعمت دی، زیاته یې کړه چې د هېواد د ازادۍ د ترلاسه کولو په هدف مو ډیرې سختۍ او ستړیاوې وګاللې او اوس له دې نعمت څخه برخمن شو، نو لازمه ده چې خپلو هېوادوالو ته د ښه خدمت کولو جوګه شو.
داراز، د یادو مراسمو په پای کې د قرآن عظیم الشان د ختم او دعایي په ویلو سره د هېواد د ابادۍ، سوکالی او د ازادۍ د لارې سپيڅلي شهیدانو پاک روح ته د دعاوې وشوې.
پروان:
د یو بل خبر له مخې، د پروان ولایت زندان د رهبرۍ په هڅو، او د یوناما د بشري برخې مسوولینو له لورې د دې ولایت د زندان له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د حفظ الصحې بستو مرسته وشوه چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره د نوموړي محبس په محبوسینو او محجوزینو وويشل شول.
بامیان:
بل خوا بیا، د یونیسف موسسې له لوري د بامیان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د یو اندازه د فرش مرسته وشوه چې د یاد مرکز مسوولینو د یونیسف موسسې څخه د مننې ترڅنګ د ورته مرستو او همکاریو د دوام هیله وشوه.
زابل:
په همدې حال کې، د زابل ولایت د زندان د مسوولینو په وینا د یاد زندان د بریښنا سیستم بیا ورغول شو او د زندانیانو لپاره د بريښنا ستونزه هواره شوه.
د زندان مسوولینو زیاته کړه، د نوموړي زندان د بريښنا د سیستم د بیا روغونې ترڅنګ زندانیانو ته د ښه خدمت کولو په موخه د هغوي ټولې خونې فرش شوې.
پکتیا:
د اسد ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت د پکتیا ولایت په زندان کې د غونډو یو تالا او د زندانیانو لپاره د یو تفریحي پارک جوړولو چارې پیل شوې
د هېواد زندانونو او زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د پکتیا ولایت په زندان کې د غونډو یو تالار او د زندانیانو لپاره د تفریحي پارک جوړونې چارې پیل شوې.
د دې زندان د مسوولینو په وینا، دغه تالار او پارک جوړولو چارو مالي لګښت د څو تنو خیرخوا وګړو له خوا ورکول کېږي چې د یادو چارو په بشپړېدو سره به زندانیانو ته د تفریح په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
داراز، نوموړي مسوولین زیاتوي چې له دې کار یې موخه د زندانیانو لپاره د ښه چاپېریال برابرول، او د دوی د روحي سلامتیا په پام کې نيول دي.
صفر المظفر ۱۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت