د ننګرهار ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د غیږ نېونې سیالۍ ترسره شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۵۰
ننگرهار

دغه سیالۍ چې یاد زندان کې په لاره اچول شوې وې د (ایم ایم اې) روزونکي استاد مصور "فکري" او د غیږ نېونې روزونکي استاد بریال "تره خیل" په شتون کې ترسره شوې.

داراز، زندنیانو د نوموړي زندان له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ د دغسې ورزشي برنامو ترسره کول د هغوی پر جسمي او فکري روحیې لوړولو کې  اغیزمن یاد کړل او ورته نورو ورزشي برنامو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د ننګرهار د زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" په وینا دغو سیالیو موخه  زندانیان د نشه يي توکو څخه ژغورل، تفریح او هغوی ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول دي ، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

دغه راز د نوموړې زندان رئیس زیاته کړه چې د ورزش د لا ودې لپاره به په راتلوونکې کې د زندان نظامي پرسونل او زندانیانو ته د ورزش بېلابیل تمرین ځایونه برابر کړي.

 

صفر المظفر ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د  دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

BACK TO NEWS