د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال او مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۴۷
مواد مخدر قصبه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال او مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړه

 

د دغې ادارې د نظامي چارو  مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او ورسره مل پلاوي یې تېره ورځ د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او د توقیفیانو په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې توقیفیانو د برابرو شویو، خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو له امله د مننې ترڅنګ، له دوی سره د مسوولینو له نیک چلند څخه خوښي وخوده.

همدا راز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته د توقیفیانو لپاره  د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

داراز، د نظامي چارو  مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر  په مشرۍ پلاوي د دې توقیخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ربیع الاول ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS