د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۸
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم په دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د بشري سرچینو ریئس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عیبدالله "اخلاص" او  یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي نېک محمد د سمونوالۍ په بست کې د زندانونو چارو د سمون په اداره کې د حقوقو د عمومي مدیر  او محترم عبدالواجد "همزه" د یاد ریاست د صنعتي برخې د امر په توګه د اړوند امریت او مدیریت پرسونل ته وپېژندل شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو ریئس محترم مولوي ضیاءالرحمن سعید د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی چې موخه ترې د کارونو ښه والی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړو مسوولینو څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم مولوي سعید له مخکیني امر او مدیر څخه مننه وکړه او د هغو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له ګومارل شویو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په پای کې نویو ګومارل شویو مسوولینو چې رسماً يې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

ربیع الثاني  ۲۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

BACK TO NEWS