د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پکتیکا ولایت د زندان د صنعتي برخې څخه ارزونه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۴۴
sanati

د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" په مشرۍ  پلاوي د پکتیکا، ولایت د زندان له صنعتي برخې څخه ارزونه وکړه.

د پلاوي په وینا، د نوموړي ولایت د زندان  د صنعتي برخې له جملې د حرفوي شاپونو، پلورنځایونو، (پي سي او)، میاشتینيو عایداتو او نورو تخنیکي برخو د ارزونې تر څنګ اړوندې نورې ستونزې اورېدلي او غوښتنو ته یې د رسېدنې ژمنه کړې.

همدا راز، نوموړي پلاوي د یاد زندان د صنعتي چارو ارزونه تر ډېره مثبته یاده او د لا نورو ښو خدمتونو د رامنځ ته کولو په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې .

 

جمادي الاول ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS