د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما د دفتر د يوه پلاوي سره وليدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۷
رییس یو ان

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" نن (سې شنبې) په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي"مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د تعميراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د پلان او پالېسي رئيس محترم چهاريقل "ادیب"، د ازادۍ څخه د محرومو ځایونو د څارنې رئیس محترم داریوش "مجددي" هم شتون درلود، د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) دفتر د معاون ښاغلي اندریکا راتواني په مشرۍ پلاوي چې د (OHCHR)، (UNODC)، (who)، (UNDP)، (UNICEF)، (UNFPA (UN Women)، همکارو موسسو مسوولینو یې هم ملتیا کوله په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د یادې کتنې پرمهال، د دواړو لوریو له خوا، د هېواد په زندانونو کې د زندانیانو لپاره دغذایي پروګرامونو پلي کولو، د ژمنیو او روغتیایي توکو، درملو او د مسلکي زده کړو لپاره د خامو موادو برابرولو، د ظرفیت لوړونې په موخه سمینارونو دایرولو، د زندانیانو لپاره د سپورټي موادو چمتو کولو او د تعمیراتي برخې د پیاوړتیا تر څنګ د زندانیانو لپاره د بشپړ ډېټابیس د رامنځ ته کولو په موخه خبرې اترې وشوې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لوري د یوناما دفتر له پلاوي څخه د دغو برخو د ښه تنظیم په موخه د مرستو او همکارۍ غوښتنه وشوه.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) دفتر د معاون ښاغلي اندریکا راتواني په مشرۍ پلاوي ډاډ ورکړ، چې دوی به د زندانونو چارو د سمون د ادارې سره د تل په څېر تر خپلې وسې پورې د اړتیا وړ لازمو اړینو توکو د برابرولو په موخه امکانات برابر کړي.

همداراز، نوموړي پلاوي دا هم وویل؛ چې د افغانستان لپاره د مرستو او همکاریو په موخه د راتلونکي کال په جوړه شوې غونډه کې به د زندانونو چارو د سمون ادارې په اړتیاوو او لا ښو خدماتو د چمتو کولو په موخه د همغږیو او همکاریو د زیاتولو په پار خبرې اترې وکړي.  

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د یوناما  د پلاوي له خوا پر یادو ژمنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دوی به هم له خپله اړخه په اړوندو زندانونو کې د نوموړو ژمنو د عملي کولو لپاره لازمې همغږۍ او اسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري راغلي پلاوي ته د زندانیانو لپاره د برابرو شویو سهولتونو، ښوونېزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو وېډیویي رپورټ د وړاندې کولو ترڅنګ د کابل ولایت د څرخي پله د ۵۰ بستریز روغتون څخه د لیدنې زمینه برابره کړله چې نوموړو هم په یادو برخو کې د غوره چوپړتیاوو د برابرولو په پار خوښي څرګنده کړله. 

 

جمادي الثاني ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS